More Information
- Salary Offer As per company policy
- Years of Experience د ۲ نه تر ۳ کالونو پوری
- Number of Vacancies: 1
- Contract Duration درې مياشتنی ازمايښتي دوري نه بعد دایمي
- Contract Type Long Term
- Required Languages Dari, Pashto, English
- Reference Broadcasting (VCN: HR-80)
- Gender Only Man
- Nationality Afghan
- Possibility of Contract Extension Yes
- Probation Period 3 Months
- Education لېسانس یا ماسترۍ تر کچې زده کړې ولري
- close Date October 2, 2023
About التقوی د لوړو زده کړو موسسې په اړه:
التقوی ښوونيز مرکزونه له شاوخوا ۳۰ کلونو را په دې خوا له هېواد څخه بهر او په هېواد کې دننه فعاليت کوي، ددې پروګرامونو لړۍ له نن نه شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د پاکستان په پېښور ښار کې د التقوی لېسې په نوم پيل شوې ده چې په تدريجي توګه يې انکشاف کړی دی.د افغانستان د ۱۳۸۲ هجري لمريز کال د اساسي قانون د ۴۶ مادې له مخې خصوصي اشخاصو ته اجازه ورکړل شوې ده چې که وغواړي د قوانينو د احکامو په نظر کې نيولو سره پوهنتونونه او تحصيلي مؤسسات ايجاد کړي.خصوصي پوهنتونونه او تحصيلي مؤسسات له دولتي پوهنتونو سره په ګډه او د يو سالم رقابت له لارې د باکيفيته زده کړو د زمينې د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي. د اساسي قانون له پورتني فرصت نه په استفادې سره په اسلامي، ملي اونړيوالو معيارونو د يو سنبال تحصيلي معياري مرکز د رامنځ ته کولو په موخه التقوی د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۰ل کال کې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د فعاليت د (۵۵) شمېرې جواز په ترلاسه کولو په ۲۵/۱۱/۱۳۹۰ نېټه تاسيس شوې ده. تردې مهاله په دې تحصيلي موسسه کې د حقوقو او سياسي علومو او د اقتصاد پوهنځيو کې فعاليت کوي چې د هر پوهنځي علمي او اداري چارې د دکتورا او ماسټرې په کچه د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو پر مټ مخ پر وړاندې ځي.
Job Description:
د موسسې ستراتېژيکو موخو اړوند د مياشتنيو، درې مياشتنيو او کلنيو پلانونو ترتيب او جوړول.
د خپرونو پالېسۍ او د موسسې ستراتېژيکو موخو اړوند په ټولنيزو رسنيو کې د موسسې د فعاليتونو له خپرولو څخه ډاډ ترلاسه کول او د هغې تنظیمول .
په موسسه کې د ټولو چاپي او خپرېدونکو متنونو له کره والي څخه ډاډ ترلاسه کول.
د موسسې په ويب سايټ او نورو ټولنيزو رسنيو کې د خپرېدونکو موادو له محتوايي او ژبنيز کره والي څخه ډاډ ترلاسه کول.
د خپرېدونکو موادو د کره والي په موخه د خپرونو او علمي مجلې مديريتونو له کارونو څخه څارنه کول.
د موسسې اړوند خبرتياوو او اعلاميو د متنونو برابرول او د خپرولو په موخه يې رسنيو او د موسسې د ټولنيزو رسنيو مسولينو ته استول.
د موسسې په اړه په رسنيو کې د خپرېدونکو موادو څارنه او اړونده مسولينو ته يې راپور ورکول.
له رسنيو، خبريالانو ، علمي بنسټونو او ښکېلو اړخونو سره د ښو اړيکو جوړول.
د فعاليتونو د خپراوي او انعکاس په موخه په رسنيزو پرګرامونو کې د موسسې په استازيتوب ګډون کول.
د خپرنيزو او رسنيزو موادو د بډاينې په موخه له علمي، فرهنګي او ادبې شخصيتونو سره د غوره اړيکو ټينګول.
د موسسې رهبرۍ ته د امريت له فعاليتونو او کړنو څخه د خبراوي په موخه د مياشتنيو، درې مياشتنيو او کلنيو راپورونو ترتيبول.
د ظرفيت لوړونې او په کړنو کې د روڼتيا او چټکتيا په موخه د لاس لاندې کارکوونکو د فعاليتونو څخه څارنه او ارزونه.
د قانونو اړوند د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د لوړ پوړو مسولينو له خوا ورته سپارل کېږي.
Job Requirements:
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه د نشراتو آمریت کې (1) تنه دايمي کارمند ته په لاندې شرايطو اړتيا لري:
په پښتو ادبیاتو، ژونالیزم او ټولنیزو علوم کې ماسټرۍ او لیسانس سند ولري.
په پښتو، دري او انګليسي ژبو بشپړ حاکميت ولري.
د کمپيوټر د افس له ټولو پروګرامونو او په ځانګړي ډول پر MS Word, MS Excel, MS Power Point پروګرامونو بشپړ تسلط ولري.
تحصیلي اسناد یې د لوړوزده کړو وزارت څخه تايید شوی وی .
ماستر او اړونده برخه کې کاري تجربي لرونکي ته ترجېح ورکول.
Submission Guideline:
Please email your CV and the scanned copy of your educational documents before the closing date.
Subject Line: Broadcasting (VCN: HR-80).
For more information: Please contact us on +93777323368.
Note: Only shortlisted candidates will be informed to proceed with the further process.
Submission Email:
hr@altaqwa.edu.af