د مسلم پوهنتون ستوماتولوژي پوهنځي کې استادانو ته اړتيا ده ! 71 views

More Information

About muslim university:

مسلم پوهنتون:

د یو ملت بقا او سرلوړي دهغه په کلتوري بقا او علمي بډاینه کې نغښتې ده، دملي، کلتوري ارزښتونو خوندیتوب بډاینه او بقا د ملتونو په ویښتابه ، تحرک،لوړ ملي شعور له خپلو ملي ارزښتونو سره د پوره اشنايي له کچې سره مستقماً متناسب دی.

پوهنتونونه، په ټوله کې د زده کړو، نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو بنسټونه  باید هڅه وکړي چې له یوې خوا خپل کریکولم  او تحصلي نظام له نړیوالو منل شویو علمي معیارونوسره  هم غږی او له بلې  خوا د خپلې ټولنې تاریخي، فرهنګي، دیني، ټولنيزو او ملي ارزښتونو سره د محصلینو د پوره بلدتیا په موخه د خپل تحصلي نظام په اډانه کې داسې رغنده لارې چارې په پوره ځیرکتيا او نوښت په څرګندو کرښو کې تر سیم کړي، چې د وخت غوښتنې او اړتیاوې ځواب کړي.

پورته څرګندونو ته په کتو سره له ګنو سلا مشورو وروسته مسلم پوهنتون چې کریکولم  او تحصلي نظام يي له نړیوالو اصولو او معیارونوڅخه  د پوره اغیزمنتوب ترڅنګ  د ټولنې د عینی شرایطو،  واقعیتونو او علمي هیلو او اړتیاوو د انعکاس هنداره ګڼل کېږي؛ داسلامي تمدن په پلازمېنه (غزني) کې بنسټ کېښودل شو.

یاد نهاد چې د هېواد د اساسي قانون د (46) مې مادې د حکم په رڼا کې دلوړو زده کړو محترم وزارت، دخصوصي لوړو زده کړو موُسسو او پوهنتونو محترم ریاست په مستقیمه لارښوونه د1394 لمریز کال د جوزا  میاشتې په (31) مه نېټه د پرلپسې (112) او د ثبت (485) یمې ګڼې پر اساس  دیو علمي ـ تحصلي نهاد په توګه رسماً د څلورو پوهنځيو په لرلو سره  خپل فعالیت پيل کړ.

Job Description:

د مسلم لوړو زده کړو مؤسسه د ستوماتولوژي پوهنځي لپاره په لاندې څانګو کې دراتلونکې(۱۴۰۰) لمریز تحصیلي کال لپاره د علمي کادر یو شمېر غړو ته اړتیا لري

د بستونو شمېر

مضمون

۱

پیریو ډنټولوژي

۱

د خولې جراحي

۱

پرستوډینټک

۱

د غاښونو داخله

۱

اطفال – ستوماتولوژي

۱

اورتوډنسي

۱

د خولې هستولوژي

 د دندو لایحه:

په تدریسي بهیر کې منظم اشتراک.
له محصلینو سره په عملي کارونو کې اړینه همکاري.
د سمینارونو- ورکشاپونو، علمي کنفرانسونو، مونوګرافونو او …… په ترتیب او تنظیم کې مؤثره همکاري.
د تدريسي موادو( کتاب، درسي مواد، لکچرنوټونو او….) ترتیب او تنظیمول.
د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو، لایحو، طرزالعملونو او….. په رڼا کې د علمي کادر د غړو رهنمایي کول.
ټول هغه فعالیتونه چې اړونده حقوقي اسنادو پر بنسټ اړین ګڼل کېږي.

Job Requirements:

 شرایط

دکتور د ماسټر او ماسټر د لیسانس په پرتله لومړیټوب لري
تحصیلي اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي وي
د نمرو منځنۍ کچه لږ تر لږه (۷۵) سلنه وي.
د هېواد څخه بهر فارغان باید ((Grad B یا له دې څخه لوړ وي.
د اړینو تدریسي ځانګړنو او مهارتونو لرل.
د هېواد په رسمي ژبو پوره برلاسی.
له یوې نړیوالې ژبې سره بلدتیا.
له اړینو کمپیوټري پروګرامونو سره اشنایي.
او د څېړنو له تګلارې ( روش تحقیق) سره پوره بلدتیا.

Submission Guideline:

 په شرایطو برابر کسان دې، خپل اسناد او غوښتنلیکونه د سلواغې میاشتې تر (23 ) مې نېټې پورې د پوهنتون داستادانو چارو آمریت ته وسپاري او یا دې د برېښنالیک له لارې راولېږي.

د بست نوم باید په ټایټل کې ولیکل شي

Submission Email:

info@muslimuniversity.edu.af

Email Me Jobs Like These
Showing 1–0 of 0 jobs
Share this job
Company Information

About US

Easyjoob.com is one of trusted job portal website in Afghanistan which helpes to Afghan employers and jobseekers to find their dream occupational job.

COTACT US

Easyjoob Inc

Khost, Afghanistan

business whatsapp:+93749615200

Easyjoob.com